اسلامی اتحاد؛ د افغانستان د نجات یوازنی لاره

تاریخ انتشار : شنبه ۳ قوس ۱۳۸۶ ساعت ۱۲:۳۴
اسلامی اتحاد؛ د افغانستان د نجات یوازنی لاره
  محمود زکی انوری
سیاسی شینوکی او د نظر خاوندان ( بهرنی او کورنی )، ډیر لاملونه د دغو فتنو د را منځته کیدو لپاره راوړی او هر یو د خپل توان او استعداد په رڼا کښی د حل لاری لتوی، که څه هم هیڅ یو هم دردرونو درمان ندی ثابت سوی، کمونستی، سکولار، لیبرال، پښتونست، ستمی، مغولست، پان ترکیست، ناسیونالست، وهابیان، سلفیان، او .... ټولی دلی، دیموکراسی، ترقی، وطن پرستی، خلافت، اسلامی امارت او مسلمانی په نامه کلونه کلونه د افغان ملت په سرنوشت باندی لوبی کړی دی او خپل نظریات یی پر خلګو تپلی دی، مګر افغانستان جوړ نسو او د فتنو اور خاموشه نسو.
بر سیره پر دی، ډیری ډلی او هغوی رهبران د ځان د ژغورنی لپاره د څیړی په تغییر، د ارباب تغییر د لوی دلو تشکیل، د نوی جبهو جوړول، رنګارنګ ائتلافونه او داسی نور کارونو و کړل اوځان د افغانستان یوازنی ژغورندویه معرفی او د اور لګونی، جنګ، وینی تووینی، بربادی نفاق او .... نورکسان معرفی کړل. او په دی سبب چی د جنایتونو په کولو محاکمه نشول او هر کله دوی د خارجی بادارانو سره لاس په لاس دی، تر دی اندازی پوری بی شرمه او بی حیا شوی دی چی بیا هم د افغانستان دژغورلو ادعا لری.
دا سؤال را منځته کیږی چی تر کله پوری دا اور په دی هیواد کښی بل پاته شی ؟
د دی سؤال، جواب د قران څخه داسی ورکول کیږی:
۱- ترڅو پوری چی د فتنی مضمون وجود ولری.
۲- ترڅو پوری چی فتنه ګرو په صحنه کښی وجود ولری.
پاک خدای مسلمانان د فتنو ګرانو د له منځه وړلو لپاره دستور ورکړی دی ؛ اما، دا کار هغه وخت کیدای شی چی فتنه او هم فتنه ګر ښه و پیژندل سی.
په دی لیکنه کښی هدف دادی چی فتنه او فتنه ګر د تیرو تجربو پر اساس و پیژنو او د فتنو ځخه د خلاصون لاری ولتوو.
د کورنی جنبی څخه په افغانستان کښی د فتنی مضمون، ګوندی او شخصی قدرت غوښتنه ده چی د سیاسی، مذهبی، ژبنی او قومی لارو خپریږی. په همدی اساس، ترڅو چی قوم پرستی، حزب پرستی تر هر عنوان لاندی چی وی، لکه روشنفکری، ملیت پرستی او حتی دینداری او د دی یا هغو په نامه، په ټولنه کښی وجود ولری، د فتنی اور په افغانستان کښی له منځه نه ځی؛ که څه هم یو طرف بر بل باندی د خارجی بادارانو په حمایت غښتلی سی، بیاهم د فتنی اور تر هیرو لاندی پاټه وی او د باد په الوتو سره بیا لګیږی. د افغانستان تاریخ د دی نظری شاهد دی. د اسلامی اتحاد اویووالی لپاره د افغانستان ظرفیت لکه څرنګه چی وویل شو، د قوم پرستی فتنه د سرطان د مرض په شان د خلګو پر بدن وجود لری او د هر قوم، قوم پرستان خپل کار ښه او د نورو قوم پرستی ته دخیانت ګوته نسی. پدی درو لسیزو کښی د هر قوم، قوم پرستان د افغانستان تاریخ یی داسی زهر ناک ولیکل چی دا زهرناک لیکنو، نه یوازی اوسنی نسل بلکه راټلونکی نسل هم مسموم کوی.
کله چی د ښاغلی کاکړ، عبدالرئوف بینوا، انعام واک، اعظم سیستانی او .... لیکنو ته متوجه سو، افغانستان د ځان بولی او حتی د پاکستان ډیره خاوره د پښتنوبولی. کله چی د ښاغلی نظروف لیکنو ته نظر و کړو، منځنی آسیا او افغانستان د تاجیکانو بولی. او کله چی د ښاغلیو غرجستانی او حسینعلی یزدانی ( حاج کاظم ) د هزاره تاریخ په باره کـښی لیکنو ته نظر وکړو، افغانستان او یو برخه د پاکستان د دیرو منابعو په راوړلو سره د هزاره قوم بولی او د غور سلاطین هم هزاره ثابتوی. به همدی ترتیب ازبک ورونه هم دغسی ادعاوی لری.
د تاریخ دا راز جوړونه به څه شی وی ؟
د هیواد ځینی خلګ دی ته متوجه ندی چی دا راز تاریخ جوړونه چی په تیرو سلګونو کلونو کښی سویدی په راتلونکی کښی د تجزیی باعث ګرځی. هر قوم که اکثریت ځان بولی که اقلیت، باید د قوم پرستی ځخه لاس و اخلی او د اسلامی اخوت لاره خپل کړی. د افغانستان ستونځی په قوم پرستی او حتی ناسیونالیزم باندی نه حل کیږی؛ لکه څنګه چی داوود خان د افغانی ناسیونالیزم په اصطلاح ملی ایدیالوژی شعار ورکاوه، د افغانستان ستونځی یی حل نکړ او حل به نکړی.
نور وارداتی ایدیالوژی ګانی هم د قوم پرستی روحیه له منځه نه یووړ، بلکه هغه یی تشدید کړ او د قوم پرستی نوی بنه یی په خلګو کښی خپور کړ.
د افغانستان تاریخ ته چی نظر وکړو، یوازنی شی چی وکولای شی خلک عملی اتحاد را وبولی، هغه اسلام دی، چی د هغی معلومداره تجربه د افغانستان د جهاد په شیبو کښی را ښکاره شوی. د جهادی حزبونو او طالبانو ماته په اسلام پوری مربوط نده، ځکه چی دوی د اسلام څخه یوازنی د خلګو د حرکت او پاڅونی لپاره استفاده وکړه او ترشایی نور هدفونه درلودل؛ هغه کار چی کمونستان او سکولاریستان هم استفاده وکړه او اوس یی هم کوی.
اسلام، د قوم پرستی مخالف دی او قوم او دله یوازی د پیژندنی لپاره دی. اسلام ټول قومونه، ډلی، او نژاد، ورور بولی او یو امت معرفی کوی. په اسلام کښی قومی اقلیت او اکثریت مطرح ندی؛ او هغه کسان چی دغو تعصباتو ته لمن وهی د شرک وخواته درومی. په قاطعیت سره ویلای شو اسلامی اتحاد د فتنو په هر زمان کښی یوازنی د ژغورلو بیړی دی. اسلامی اتحاد یعنی اعتصام په حبل ا... باندی، دا یوازی شعار ندی، بلکه یو دکترین دی چی په تاریخ کښی تجرپه سوی دی.
له بده مرغه، افغانستان په قومی، ژبنی، فرهنګی، عقیدتی، سیاسی او ایدیالوژیکی اختلافاتو ککړ دی، چی ملی وحدت او اسلامی اتحاد په کښی نشته او دا وضعیت د بحران په خپریدو باندی اثر کړیدی. اختلافات او نه اتحاد، د اشغال زمینه او د هغه د دوام لپاره زمینه برابره کړ یده. حال دا چی د بهرنی قواو د نامعین حضور په افغانستان کښی د خلګو په ګټه نده.
په هر حال، د افغانستان د ظرفیتونو اندازه په دوو لارو د بحث وړ دی. اول، د کورنی لار ده چی په قومی، سیاسی ګروپونو پوری اړه لری. او بل د اسلامی نړی مخصوصاَ د افغانستان ګاوندی هیوادونه دی چی په داخل د افغانستان کښـی قومی او سیاسی علایق لری. په افغانستان کښی د ملی وحدت اصلی مؤلفه اسلام دی، او نوری مؤلفی تر اوسه مثبتی پایلی ندی درلودلی.
د بهرنیانو او کورنیو په سیاسی لوبو کښی اصلی قربانی د افغانستان د خلګو اسلامی اتحاد وو، او وبه وی. په افغانستان کښی نه یوازی شیعه او سنی په خپل منځ کښی دینی همګرایی نلری، بلکه سنی اکثریت او شیعه اقلیت، په خپلو کښی د قومی، سیاسی او ژبی د درواغجنو منافعو پراساس، په تفرقه کښی ژوند کوی، او اسلامی اتحاد یی عملاَ تر پښو لاندی کړ یدی.
د افغانستان سیاسی ګروپونه د دوو لسیزو راهیسی، ثروت او قدرت ته د رسیدلو او شخصی منافعو ته رسیدلو لپاره قوم پرستی ته لمن وهلی دی او کله چی خپلو اهدافو ته ورسیدل قومی او مذهبی حقوق یی هم تر پښو لاندی کړل. هغوی دا کارونه په وار وار و کړل او اوس هم دا کارونه کوی چی دا وضعیت د بهرینو په ګټه ده او د هغوی حضور توجیه کوی.
بدبختانه ډیر بهرنی سیاسی مسلمان او غیر مسلمان لوبغاړی د افغانستان په قضیه کښی د خپل افغان متحدینو سره پدی سیاسی لوبه کښی تر اسلامی اتحاد پر قومی، ژبنی او سیاسی لاملونه ته ډیر توجه لری، او اختلافاتو ته لمن وهی، چی دا اختلافات د بهرنیو د منافعو تأمینونکی دی؛ مګر د اسلامی هیوادونو لپاره چی اسلامی اتحاد دهغوی په ګـټه تمامیږی، دا اختلافات د هغوی په ګټه نده. ځکه چی دا اختلافات، اسلامی اتحاد لپاره لوی خند دی. په دی لیکنه کښی د افغانستان ظرفیت د اسلامی اتحاد ته د رسیدلو لپاره په لاندی دول ترڅیړنی لاندی نیول کیږی. ۱- د سیاست په برخه کښی
په سیاسی برخه کښی دری جبهی ته توجه وکړو:
اول: د دولت جبهه.
دوهم: د دولت مخالف سیاسی جبهی.
دریم: د خلګو مختلفی پرګنی.
د دولت په رابطه، باید ووایو چی دا دولت عملاً یو سکولار او غیر دینی دولت گنل کیژی، او د مسلمان او کمونستانو او مختلفو سیاسی ډلو د ائتلاف څخه منځته راغلی دی، چی د امریکا د حمایی لاندی ژوند کوی. د غرب او امریکایی سرتیرو د حمایی پرته، ژوند نسی کولای.
پر همدی اساس د دولت په کورنی سیاست کښی اسلامی همغگی ځای نلری. اما د دولت په بل اړخ کښی په اوسنی شرایط کښی دوه ځواکه د کرزی د اسلامی همغګی په مقابل کښی وجود لری.
یو دهغو څخه متعصب قوم پرستان دی چی په کورنی سیاست کښی د اقلیت اواکثریت دموضوع په لمن وهلو سره کوښښ کوی چه دقومونو ترمنځ فاصلی دیری کړی. اوبه پهرنی سیاست کښی امریکا اولویدیځ اوحتی پاکستان ته وابستګی لری.
دوهم: په هرقوم او دله کښی دکمونستانو او سکولارو ځواکونه دی، چه دخپل اعتقادی اوایدیالوژی تعصب په اساس په ملی اوبین لمللی سطح کښی داسلامی اتحاد مخالفت کوی.
ددولت سیاسی مخالفین هم په دوو برخو ویښل کیږی. یوه دله لکه طالبان او اسلامی حزب،چه دولت دامریکایانو ګوداګی بولی او دهغه دسقوط له پاره جګړه کوی. ددی دلو پلویان دقومی اوفرقه ایز سلطه جویی له پاره مبارزه کوی او داسلامی اتحاد روحیه په دوی کښی نښته. بله دله، ځینی په اصطلاح جهادی او سکولاریستان دمختلفو دلو څخه دی چی اکثراَ ددولت په جوړولو کښی سهم درلود، چی تراوسه هم په دولت کښی دی. اوددیرو امتیازنودلاس ته راوړلو لپاره دهرچا سره معاملی او نژدی والی ته حاضردی.
دریمه جبهه دخلګو جبهه ده؛ هغه خلک چه سرګردانه نا هماهنګ په اقتصادی مسکنت او فرهنګی ډیرو شدیدو اجتماعی تناقضو اخته دی. د دی ستونځو باوجود بیا هم خلک اصل دی. اودتولو بهرنی اوکورنی لوبغاړو ته دشطرنج دتختی په ښان دی؛ اما بدبختانه چه نه بهرنی او نه کورنی سیاسی لوبغاړی، دوی ته په کافی او مناسبه اندازه بها نه ورکوی.
کورنی لوبغاړی، خلک دخپل موکلین په حیث بولی او دهغوی داعتبارڅخه استفاده کوی. اوبهرنی لوبغاړی دغه سیاسی دلی چه په تیرو وختو کښی دهغوی حمایت اوپشتیبانی کړی دی اصل بولی، د هغوی په واسطه دخلکو په سرنوشت لوبی کوی. په حقیقت کښی وخلکو ته په سپکه سترګه ګوری، حال داچه داسلامی اتحاد اصل منبع په خلګو کښی دی.
دتیرو لیکنو پر اساس دالاندی تکی ته باید توجه وکړو.
۱- د حامد کرزی د دولت منتقدین (انتقاد کوونکی ) چی په داخل د دولت کښی دی څه کمونستان، څه مجاهدین او یا سکولار، دا ثابته کړیده چی په هیڅ دول د خدای خښونکی او د ملت دګټو په درد نخوری او د اسلامی اتحاد مانع دی. نوځکه د دوی ځخه نباید نور حمایت او د اسلام په نامه دوی ته اعتبار ورکړو .
۲- و اسلامی اتحاد ته د بهرنی قوتو سره دجنګ په حال قوتونو سره تر یوی معینی اندازی همغګی ښایی.
دا ډلی د امریکا په رهبری، بهرنی قوتونو حضور سره په افغانستان او ټول اسلامی نړی کښی، مشترک منافع لری، مګر د دوی قومی او فرقه ایز غوښتنی د اسلامی اتحاد لپاره لوی خند ښمیرل کیږی؛ هغه خند چی د افغانستان په تاریخ کښی د سیاسی او اجتماعی او فرهنګی پسپاتی لپاره مهم رول لوبویی دی.
۳- د اسلامی اتحاد زمینی په خلګو کښی وجود لری چی په ورستیو لیکنو کښی را وړل کیږی ۲- د فرهنګی، فکری او ټولنیزی زمینی:
په وروستیو کښی د افغانستان ستونځه د ټولنیز او فرهنګی همغګی نه درلودل دی. مونږ په افغانستان کښی ملی فرهنګ، ملی ژبه او حتی ملی موسیقی نلرو چی عامه توافق پرهغه باندی وجود ولری. ځینی قوم پرستان خپله ژبه فرهنګ او قومی رسومات په تحمیلی دول ملی بولی.
په افغانستان کښی، اسلام د فرهنګ، فکر اوتولنیز یووالی لپاره مهم رول لوبوی او بس. بدبختانه دری لاملونه دی چی دا لامل یی د پامه غورځولی دی.
اول: د حاکمانو متحجرانه او متعصبانه کړنی دی چی د هغه څخه د نورو په له منځه وړلو کښی استفاده کوی او په همدی سره د اسلامی اتحاد روحیه په اکثریت سنی او اقلیت شیعه کښی له منځه وړی دی.
دوهم: قوم پرستی د اجتماعی عدالت یا د قوم قدرت طلبی په نامه ډیر خطرناک رول لوبولی دی. د قوم پرستی اور لکه د فرقه ګرایی فتنی د افغانستان د جوړیدو څخه د حاکمانو په واسطه تشویق او عملی شویدی چی په څلورو د وروستی لسیزو کښی د پښتون، تاجیک، هزاره او ازبک د قوم ځینی کسان دغه اور ته لمن و واهه.
دریم: د بهر څخه وارداتی اندیشی او اعتقادونه خصوصاَ د غرب څخه کمونیسم، سکولاریزم، ناسیونالیزم او … . دی چه د اسلامی اتحاد په مقاپل کښی قرار لری، ډیر اسلامی روشنفکران یی ګمراه کړی دی او ځکه چی دغسی روشنفکران د افغانستان حکومت او قدرت په لاس کی لرل، د دین او اسلامی اتحاد د تضعیف اصلی لامل وه.
دا خلګ د ایدیالوژی د پلوه د اسلام سره مخالفت وکړ او هم ژبنی، او قومی اختلافاتو ته لمن و واهه او اسلامی اتحاد یی تخریب کړ. او متاسفانه ددغو تخریباتو لپاره دوی ته ښه فرصت برابر شو. په افغانستان کښی د اسلامی اتحاد د تقویی لاری په افغانستان کښی مختلف قومونه ژوند کوی چی ځینی کسان د هغوی د نږدی کولو پرځای د هغوی په لیری کولو کښی مهم رول لوبولی دی. فرهنګی او تاریخی مشترکات د ادعاو برخلاف، ملی شوی ندی، او د حاکمانو له فشار سره سره و نه توانید چی یو ملی هویت منځته راشی او بر عکس نتیجه یی ورکړه، قومونه او دلی سره دیر لیری شول. وارداتی نظریی او ایسمونه، نه یوازی و نشوای چی خلګ سره نږدی کړی بلکه ملی نفاق ته یی لمن وواهه. د افغانستان په تاریخ کښی یوازی اسلام و کولای شو چی خلک سره نږدی کړی، او که چیری دغه سیاسی ډلی او جاهل فرقه ګرایان خلک پریږدی خلک سره نږدی کیږی.
په هر حال، اسلام یوازنی لامل دی چی کولای شی خلک سره نږدی کړی؛ متأسفانه د ډی لامل څخه ښه استفاده نده شوی. لاندی پیشنهادونه د اسلامی اتحاد لپاره پیشکش کیږی.
۱- د سیاست په برخه کښی هغه کسان چی اسلامی درد او ښه سابقه لری د هر قوم او ډلی څخه چی وی باید سره نږدی شی او په صادقانه ډول دغه نږدی والی تحکیم او د ائتلاف او اتحاد په لور ولاړ سی او د قوم پرستی او فرقه ګرایی فتنه له مینځه یوسی.
دا کار په دوو طریقو سره کیږی.
یو: د مسلمان او با اعتماد کسانو او ګروپونه نږدی کول که سنی وی که شیعه ( یوازی د ګروپونه رهبران او شناخته شوی مشهوری څیړی په دی کښی نه راځی ).
دوهم: د خلګو په منځ کښی مخصوصاَ ځوان نسل کښی چی د هر ناپاکی څخه پاک دی د سیاسی او فکری محافلو ( ډلو ) منځه راوړل.
دا دوهم کار ته درسیدلو لپاره زمانی ته اړتیا ده هغه کسانو ته چی د اسلام او افغانستان رون او روښانه راټلونکی ته سترګی په لاره دی ضروری ده چی دی کار ته درسیدلو لپاره د نمایشی او آماتوری کارونو څخه ډډه وکری، هغه کارونو چی تر اوسه دیر وخت او انسانی نیرو یی له منځه وړی ده او کومه پایله یی هم نده درلودلی.
یو بل مهم کار چی د سیاست او فرهنګ په دګر کښی باید وشی، شفاف اطلاع رسونه او منصفانه او د مصلحت نه لیری اطلاعات د هغو دلو او کسانو دی چی په تیره کښی رول لوبولی دی، ترڅو دا خطا یو وار بیا تکرار نشی.
۲- د فرهنګی او ښوونیزو په برخه کښی باید اساسی او زیربنایی کارونه د اسلامی اتحاد لپاره وشی چه د هغو د مهمو برخو څخه دا دی.
۲-۱- د فرهنګی مؤسساتو تشکیل چی په هغه کښی شیعه او سنی او د هر قوم څخه وی.
۲-۲- دلیکوالو، شاعرانو، محصلینو، د پوهنتون استاذانو عالمان او هنرمندانو د صنفی اتحادیی تشکیل چی په هغه کښی مسلمان او مبارز عناصر وجود ولری.
۲-۳- د مذهبی مبلغینو لخوا د شیعه او سنی ورونو د مشترکاتو تبلیغ او د کتابونو په خپرولو او د فلمونه په جوړولو سره.
۲-۴- د قوم پرستی او ژبنی منفی تبلیغاتو په مقاپل کښی جدی فرهنګی او تبلیغی مبارزه.
۳- په ټولنیزه برخه کښی لاندی تکو ته باید اشاره وشی.
۱-۳- د قومیت د حق لاسته راوړلو لپاره چی په مختلفو بنو صورت نیسی څخه باید ډډه وشی او د هغه پرځای د مدنی ټولنی اساس کښیښول سی او هغه باید تقویه شی؛ هغه مدنی ټولنه چه د لیاقت او اهلیت پر اساس بنا وی.
۲-۳- د هغه مذهبی مراسمو او قومی رسوماتو د اجرا څخه چی د نورو لپاره تحریک کونکی دی باید ډډه وشی. والسلام

                               
کد مطلب: 395
لينک کوتاه خبر: https://goo.gl/Xhy3lS
 


 
نام و نام خانوادگی
ایمیل